اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې څوك هم ګډوډې جوړوي ګرفتارولے به شي٬ د ??هر??يو مېلمنو د راتللو په موقعه اړې ګړې به په هېڅ صورت قبلولې نه شي٬ حكومت له دړكو څخه نه وېرېږي ، د كے پي كے وزيراعلی دې په وفاق د بريد په ځاے په خپله صوبه كښې د امن بحالۍ ته پام وګرځوي۔ د اتوار په ورځ د ډي چوك دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د احتجاج د كال په مهال د اسلام آباد وګړو ته لږ تر لږ زحمت وركړے شي٬ اوس ??هر??ې پلاوي پاكستان ته رارسېدونكې دې سبا به د بېلاروس صدر هم د پاكستان په دوره راورسي۔ د ??هر??ي پلاوي په لاره كښې احتجاج كوؤنكي مظاهرچيان پوليس نيولې او منتشر كړې دي ??و د هغوي روټ كليئر كړې شوې دې٬ په هېواد كښې موبائل سروس چلېږي ٬ د حفاظتي تدبير په توګه انټرنېټ تر څه حده بند كړے شوے دے۔ د ډي چوك نګراني آئي او ډي آئي جي پخپله كوي۔ ده ووئيل د تېر احتجاج په مقابله كښې دا ځل لارې كمې بندې كړې شوي دي?? ده ووئ??ل په دې احتجاج كښې چې كوم مالي زيان وشي هغه به احتجاج څخه وروستو اولس ته وړاندې كولې شي دغسې چې هغوي حقيقت څخه خبر كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې محسن نقوي ووئيل د كوم هم شرپسندۍ څخه بچ كولو له به مونږ له پلازمينه محفوظ كول وي۔ مونږ سره يو آپشن دا دے چې هغوي ته دلته د راتلو او ناستې كولو اجازه وركړې شي ??و دويم دا چې هغوي داسې كولسو څخه منع كړې شي۔ مونږ له اسلام آباد محفوظ جوړول دي?? مونږ له كومو دړكو څخه نه ويرېږو٬ دا به د پي ټي آئي په ګټه نه وي۔ د كرم د صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دغلته اوس هم حالات ښه نه دي٬ وفاق په دې لړ كښې ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ??و د صوبائي حكومت مرسته كوي٬ كاش صوبائي حكومت په وفاق د بريد په ځاے دغلته د صورتحال سنبالولو هڅه وكړي۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ د پرېكړې په رڼا كښې مو د پي ټي آئي مشرتابه سره تماس ونيولو خو هغوي هېڅ ځواب رانكړو۔ ده ووئيل دا مهال د پنجاب په شمول په نورو صوبو كښې د احتجاج كومه اطلاع نه ده رامخې ته شوې٬ يوازې د خېبر پښتونخوا خلك احتجاج لپاره راوتلې دي?? ده ووئيل مونږ لاريونونو كښې افغان وګړي نيولي دي?? ده ووئ??ل پي ټي آئي څخه دې پوښتنه وكړې شي چې هغوي د ??هر??يو عناصرو په مرسته احتجاج كول غواړي۔ ده ووئيل د نېكټا لخوا د ترهګرۍ خطرو سره اړوند الرټ څخه مو صوبائي حكومت خبر كړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Mauritius agree to enhance ties, start direct air links
-
Pakistan wins four Bronze at Int’l Science Olympiads
-
‘50,000 refugees returned to Afghanistan this month’
-
Subsidy on fertiliser to continue
-
Coin Volcano ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
-
Moe Thai Champion آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
Tikigotti Entertainment کی آفیشل ویب سائٹ - تفریح اور تخلیقی دنیا کا مرکز
-
Tikigotti تفریح کی سرکاری ویب سائٹ آن لائن تفریح کا بہترین پلیٹ فارم
-
الیکٹرانک سٹی انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ: تفصیلات اور خصوصیات
-
ای وی او آن لائن: دیانت دار تفریحی ویب سائٹ کی تلاش
-
جوکر وائلڈ کریڈٹ بیٹنگ ایپ: نئی ٹیکنالوجی کا تجربہ
-
لائیو کیسینو انٹرٹینمنٹ: قابل اعتماد پلیٹ فارم کا انتخاب کیوں ضروری ہے؟